عبدالله عبدالله وایي، د رښتیني سولي د راتګ په موخه د موقت حکومت منلو ته تیار دی

 د ملي یووالي د حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو تازه څرګندونو کي ویلي، که موقت حکومت د رښتیني سولې سبب کېږي نو دی یې منلو ته تیار دی.

دده په وینا د سولي په روانو هلو ځلو کي باید ټول برخه واخلي او هر هغه څه چي د رښتیني سولي د راتګ سبب کېږي دوی یې هرکلی کوي.

هغه همدا راز ویلي چي د سولي لپاره له خپل اوسني موقف هم تیریدلای سي، خو داسي سوله چي په هېواد کي د جګړو د پای ته رسیدو او سوکالۍ د راتلو سبب سي. ده ویلي هغه سوله ورته د منلو ده چي په یوه رښتیني پلان ولاړه وي او د راتلونکې تګلاره یې هم روښانه او واضح وي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...