واشنګټن ايګزماينر: حمدالله محب ته نور د امريکا ويزه نه ورکول کيږي

واشنګټن ایګزماينر خپروني ،د امريکا د بهرنيو چارو وزارت کي د سرچينو له قوله ويلي چي د افغانستان د ملي امنيت سلاکارحمدالله محب ته به دده د وروستيو څرګندونو له امله د ډير وخت لپاره نور د امريکا ويزه ورنه کړل سي، خپرونه وايي چي د محب وروستۍ څرګندوني د امريکا پر خلاف او ژبه يې ډيپلوماتيکه نه وه ، سرچيني وايي دا چي د ښاغلي محب ميرمن امريکايۍ ده نو يو مخ به د ويزې بنديز پر ونه لګول سي.
دا په داسې حال کي ده چې امريکا ته د محب د تګ پر مهال راتلونکو ټاکنو کي د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح لپاره هم کابل کي د امريکا سفارت څخه ويزه غوښتل سوې وه خو سفارت صالح ته هم د ويزې له ورکړې ډډه کړې وه.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...