د جیش محمد ډلي د مشر نوم په تور لیست کي شاملیږي

د راپورونو له مخي د ملګرو ملتونو امنیت شورا به روانه اونۍ د جیش محمد ډلي د مشر مسعود اظهر نوم د ترهګرو په تور لېست کي شامل کړي.

هند وایي چي هغه په کشمیر کي ددوی پر سرتېرو په یوه خونړي برید کي لاس درلود.

دغه وړاندیز، امریکا، برېتانیا او فرانسي کړی دی.

دوی وايي چي مسعود اظهر ترهګر دی او د ترهګرو په لېست کي باید شامل کړل سي.

هند بیا هڅه کوي دغه مسئله نهايي کړي او په بشپړه توګه ځان ډاډه کړي چي د جیش محمد ډلي مشر د ترهګرو په لېست کي شامل کړل سوی دی.

چین بیا وايي چي دا مسئله اوږده بحث ته اړتیا لري او له دې وروسته باید له ترهګرۍ د سیاسي وسیلي په توګه کار وا نه خیستل سي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...