په غزني کي هوایي برید ۱۳ ملکيان وژلي

د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کي د هوایي برید له امله ۱۳ ملکي وګړي وژل سوي دي.

د سیمې اوسېدونکو ویلي چي دا برید نن سهار شاوخوا اته بجې د لیوانو کلي کي د ملکيانو پر ټونس موټر سوی دی او پکښې سپاره ۱۳ کسان ټول ځای پر ځای وژل سوي دي. د سیمې د اوسېدونکو په خبره دا برید دوو چورلکو پر هغه موټر کړی دی چي د اخوندخیلو په نامه کلي نه غزني ښار ته پر لاره وه.

عیني شاهدان وایي چي وژل سوي کسان د بیلابیلو کلیو اوسېدونکي دي.

د دوی په خبره په موټر کې سپاره کسان ټول غریبکاران وو چي په ښار کې یې بیلابیل کارونه لرل.

تر اوسه امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي. دا په داسي حال کي ده چې نن او پرون په میدان وردګو او لغمان ولایتونو کي د هوایي بریدونو په غبرګون کې لاریونونه سوي دي. لاریونوال حکومت د ملکیانو ژوند ته په نه پاملرنه تورونوي او د هوایي بریدونو د ژر تر ژره بندیدو غوښتنه کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...