منظور پښتین: افغان حکومت بايد د سولي روانو هڅو کلک ملاتړ وکړي

افغان حکومت دې د سولي هر کلی وکړي او په دې توګه دې په افغانستان کي اوږدو جګړو ته د پای ټکی کښېږدي.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین پخپلو تازه خبرو کي ویلي، چي په افغانستان کي له کلونو راهیسي جګړه روانه ده او اوس ددې وخت دی چي افغان حکومت د سولي د هر ډول مذاکراتو هرکلی وکړي.

هغه د ډیورنډ فرضي کرښي په اړه هم ویلي، چي حکومتونه دې په دې اړه پرېکړه وکړي او د دواړو لورو د ولسونو غوښتنو ته د درناوی وکړي. دده په خبره پاکستاني حکومت د قبایلي سیمو خلک تر فشار لاندي راوستي دي، ددوی سیمو ته یې جګړې راوړې دي، ددوی کورونه یې نړولي دي، نو له دې امله یې دوی دومره بوخت کړي چي ددغه کرښي په اړه د خپل حق غوښتنه نه سي کولای. نوموړي ټینګار کړی چي حکومت دي د ولسونو غوښتنو ته درناوی وکړي او د ولسونو له ځپلو دې لاس په سر سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...