د قطر په پلازمينه دوحه کي د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ له شپاړسو ورځو خبرو وروسته دواړه لوري له ترهګرۍ سره د مبارزې او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو هوکړې ته رسیدلي دي.
سرچیني وایي چي دغه مذاکرات په دې پړاو کي پایته رسیدلي دي.
په دوحه کي سرچینې طلوع نیوز ته وایي چي دا هوکړه لیک پر کاغذ په دوو ژبو لیکل سوی دی .
ټاکل سوې ده؛ د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد له جګپوړو امریکایي چارواکو احتمالا له ولسمشرټرمپ سره د لیدنې لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.
سرچینې وایي چي طالبانو هوکړه کړې ده چي د القاعدې په ګډون به له ټولو ترهګرو ډلو سره خپله رابطه پرې کوي او د هغوی پر وړاندي به اقدام کوي.
په دغو خبرو کي د امریکايي ځواکونو د وتلو پر بڼي په ورځو، ورځو بحثونه سوي دي او پرې هوکړې ته رسیدلي دي .
خو تراوسه د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهال ویش په تړاو جزیات نه دي روښانه سوي.
ددغو سرچینو په وینا د بین الافغاني خبرو او اوربند په اړه هم خبرې اتري سوي دي او د موافقه لیک په متن کي ځای ورکړل سوی دی.
له بلي خوا د یو شمیر افغان سیاستوالو او طالبانو تر منځ خبرې چي ټاکل سوې وه ؛ تر دوو راتلونکو اونیو په دوحه کي ترسره سي، د څو نورو اونیو لپاره ځنډول سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون