چین او امریکا د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر ښه کولو کار پیل کړی دی

د راپورونو له مخي د چین لوړپوړی ديپلوماتیک پلاوی امریکا ته تللی دی او له امریکایي لوري سره یې جدي خبري پيل کړي دي.

امریکايي چارواکي وايي، ټاکل سوې چي ددواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګریزه برخه کي رامنځ ته سوي ناندرۍ په هر اړخیزه توګه حل کړل سي.

دواړه لوري به همدا راز د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو پر بلي لیدني خبري وکړي او په هغه کي به یو شمېر هوکړې لاسلیک کړي.

د امریکا او چین ترمنځ د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال په سوداګریزه برخه کي ستونزې راولاړې سوي وي چي اوس یې دواړه لوري حل جدي ښکاري.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...