د ناټو غړي په افغانستان کي د خپل ماموریت په اړه بحثونه کوي

 

د رسنیو د راپورونو له مخي د ناټو غړو هېوادونو پرېکړه کړې چي نن پنجشنبه به د افغانستان د اوضاع په اړه خبرې کوي.
د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو ددفاع وزیران به په دغه غونډه کي په افغانستان کي د غوڅ ملاتړ ماموریت هم تر بحث لاندي نیسي.
ناټو داسي مهال د افغانستان په اړه غونډه کوي چي د افغان سولي په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استاز دغه سازمان ته ورغلی و.
زلمي خلیلزاد دوې ورځي وړاندي په ناټو کي د وینا پر مهال وویل، چي د افغانستان ثبات امریکا او ناټو ته مهم دی. دده په خبره ناټو، امریکا او اروپايي ټولنه په افغانستان کي ګډې موخي لري او دغه موخي د همکارۍ پر مټ ترلاسه کیدلای سي. ناټو هم ژمنه کړې وه، چي دوی به په افغانستان کي د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د افغان پوځ روزني ته ادامه ورکوي. دوی همدا راز ویلي وو، چې د افغانستان د سولې د هر ګام ملاتړي او همکاران دي.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...