اروپايي کمیسیون سعودي عربستان د ترهګرو د ملاتړو په لیست کي ورزیات کړی دی

 د راپورونو له مخي له خنډونو او فشارونو سره سره اروپايي کمیسیون ویلي چي سعودي عربستان به د پيسو سپینولو او ترهګرو د ملاتړو په لېست کي ورزیاتوي.

د کمیسیون په خبره سعودي عربستان د ترهګرو د ملاتړ او همدا راز د پیسو سپینولو پر وړاندي د مبارزې په برخه کي کمزوری عمل کړی دی، نو ځکه یې په دغه لېست کي ورزیات کړ.

دغه لېست به د اروپايي پارلمان تایید ته هم ورځي.

د اروپايي پارلمان غړو وار د مخه ویلي چي یاد لېست ته به د تایید رایه ورکوي. افغانستان او ایران هم له وړاندې د اروپايي کمیسیون په هغه لېست کي موجود وو، چي د پیسو سپینولو پر وړاندي مبارزه کي کمزوري دي. په دغه لېست کي له سته هېوادونو سره اروپايي بانکونه او هېوادونه باید له احتیاط کار واخلي، خو نور بندیزونه نه ورباندې وضع کیږي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...