په هرات ولایت کي اورښتونو او سیلابونه خلګو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي

راپور: غلام فاروق رسولي

هرات ولایت د دوو ورځو راهسي د بې ساري اورښتونو شاهد دی.

دا ورښتونو ته د یوه خوا که خلک خوشحاله دي خو د بلي خوا یې ډيری کسانو ته مالي او ځاني زیانونه هم اړولي دي.

دا د هرات ولایت د شیدايي پنډغالی سیمه ده، چېري چي ډېری شمېر بې ځایه سوي کورنۍ د یادو اورښتونو له کبله زیانمن سوي دي.

دا کسان وایي اورښتونو او سیلابونو یې خیمی ړنګي کړي او د مالي تاونونو ترڅنګ یې ځاني تاونونه هم ور اړولي دي.

یوازي د شیدایي پنډغالي بې ځایه سوي نه دي چي د دې اورښتونو څخه زیانمن سوي بلکي ډيری نور کسان هم په هرات ولایت کي د دې اورښتنو څخه تاوني سوي.

دا زیانمن سوي کسان د اړونده چارواکو څخه غوښتنه کوي چي د دوی سره ژر تر ژره مرستي تر شره کړي او که دا کار ونه سي نو ډیر  ځاني تاوانونه به ور واوړي.

په ورته وخت کي د هرات ولایت د سیمه ایزي ادارې چارواکي وايي، دوی د ټولو هغه کسانو او کورنیو لپاره د بيړنیو مرستو رسولو پلان چمتو او تر کار لاندي نیولی، کوم چي د دې  اورښتونو څخه زیانمن سوي دي.

د یادوني وړ ده چي د هرات ولایت د حوزوي روغتون د چارواکو په خبره د تیرو دوو ورځو ورښتونو او سیلابونه په هرات ولایت کي د دوو کسانو ژوند اخیستی او ډیر شمیر نور یې ژوبل کړي دي.

دوی همداشان یادونه کوي چي دا لمړني ارقام دي او کیدای سي زیات  سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...