د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل جاپاني سیال شینزو ابي سره لیدلي دي

دوی د ځمکي پر سر د لسیزو زړې هغي شخړې په اړه خبري کړي دي چي له کبله یې په دویمه نړیواله جګړه کي توکیو او مسکو نه وو توانېدلي چي په رسمي ډول د سولي موافقه وکړي.

پوتین او ابې پرون په کرملین کي سره لیدلي دي.

د کرملین ویاند دمتري پسکوف ویلي چي روسیه او جاپان دواړه له خپلو ملي ګتو نه تیرېږي. د ده په وینا دا خبري په لومړي پړاو کي دي او تمه ده ګټوري پایلي ولري.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...