هغه د سویس په داووس ښار کي د نړیوالۍ اقتصادې مجمعې غونډې ته په خبرو کي ویلي، افغان حکومت په وار وار طالبانو ته له قید او شرط پرته خبرو وړاندیزونه کړي دي خو هغوی نه حاضرېږي.
هغه د خپلو خبرو پر دوام وویل افغان حکومت چمتو دی طالبانو سره، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر څنګ پر ټولو بحث وړ مسایلو خبري وکړي.
نوموړي وویل د افغانانو ژوند په تیرو څو کلونو کي خورا تغییر کړی دی او افغان حکومت به په خپل ټول توان تېرې لاسته راوړني وساتي. هغه په ټینګار سره وویل طالبانو سره پر ټولو مسایلو بحث کوي خو افغانان به هیڅکله هم اسلامي امارت ونه مني.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون