قطر: د افغان سولي برخه کي به زموږ همکاري دوام ولري

د قطر د لومړي وزیر مرستیال خالد العطیه ویلي چي هیواد یې له ګواښونو سره د مخ هیوادونو د کړکېچونو په حل کي خپله ټوله همکاري کړې او کوي یې.

هغه چي د سویس په داووس ښار کي یې نړیوالي اقتصادي مجمعې ته خبري کولي، په قطر کي د افغان سولي لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او طالبانو ناستي ته په اشارې وویل، قطر د افغان سولي برخه کي همکاریو ته چمتو دی او په دې برخه کي به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. دا په داسي حال کي ده چي نن د دریمې ورځي لپاره په قطر کي د طالبانو او امریکایي لوري تر منځ خبري رواني دي. طالبانو ویلي، په یاده ناسته کي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او طالب بندیانو پر برخلیک خبري کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...