د طالب استازو او د افغان سولي برخه کي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ د تړلو دروازو تر شا خبرو اندېښني راپارولي دي.
پخوانی افغان ډیپلوماټ عمر صمد وایي د طالبانو او امریکا ترمنځ ټولي څلور پړاوه خبري د تړلو دروازو شاته سوي دي او د خبرو له جریان نه ډیر کم جزییات بهر وتلي دي.
هغه وایي، په دې خبرو کي باید خلکو او مدني بنسټونو ته معلومات په شفافیت ډول وړاندي سي.
هغه دغه راز وایي، طالبانو سره مصالحه کي د امریکا بیړې د افغانستان دولت په سخت موقف کي درولی دی. د نوموړي په باور یوه ستونزه داده چي د امریکا اوسنی حکومت په میاشتو کي ددې موضوع حل کول غواړي، خو دا ډول قضیي کلونو ته اړتیا لري.
بل افغان څېړونکی خالد مجیدیار، هم پر دې ټینګار کوي چي د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکراتو کي د افغانستان د دولت نه شتون ښایي بدګمانۍ وزیږوي.
هغه وایي، طالبانو تر اوسه له دې مذاکراتو یواځي د خپل سیاسي مشروعیت او د خپلو ګټو لکه سیاسي بندیانو د خوشي کیدو لپاره ګټه اخیستې ده، نه د جګړې د پای ته رسولو لپاره.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون