د پنجاب ایالت په ساهیوال سیمه کي پاکستاني پولیسو د ملکیانو پر موتر ډزي کړي دي چي له امله یې د دوو ښځو په ګډون دوه سړي وژلي او یو ماشوم یې ټپي کړی دی. ځایي سرچینو بیا د پولیسو له قوله ویلي چي په یاد برید کي یې د داعش د یو قومندان په ګډون درې کسان وژلي دي.
خو په پېښه کي ټپي سوي ماشوم ویلي چي، دوي له لاهور نه کلي ته روان و چي پولیسو ورباندي ډزي وکړې.
ماشوم وایي په موتر کي ورسره مور، پلار، خوېندي او د پلار دوست ناست وو، چي د خور او مور په ګډون یې پلار او د پلار ملګری وژل سوي دي. پاکستاني پولیسو پېښه تایید کړې خو ادعا یې کړې چې وژل سوي ترهګر وو. په ورته وخت کي د پنجاب وزيراعلی عثمان بزدار ویلي چي اوس دستي د پېښي په اړوند څه نه سي ویلی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون