د انګلستان هیواد د فوټبال پریمرلیګ سیالیو په لړ کي پرون شنبه چلسي د آرسنال فوټبال ټيم څخه ۲ ګولونه پر ۰ ماته وخوړه.
دا لوبه د یاد لیګ د ۲۳اونۍ لوبه وه، چي د آرسنال لپاره پکښي الکساندر لاکازیټي په ۱۴مه او کوسینلي بیا په ۳۹مه دقیقه کي ګولونه ولګول.
ددې سیالیو په مهمو لوبو کي پرون شنبه لیورپول ۴ ګولونه پر ۳ کرسټال پلاس ته او منچسټر یونایټيډ بیا ۲ ګولونه پر ۱ برایټون ته ماته ورکړه.
په دغه ټورنمنټ کي نن یکشنبه ماښام ۶ بجي منچسټر سیټي د هوډرس فیلډ ټاون سره او نن شپه ۸:۳۰ بجي بیا تاتنهام د پولهام فوټبال لوبډلي سره میدان ته کښته کیږي.
د انګلستان هیواد ددې لیګ د نمرو په جدول کي لیورپول د ۶۰ نمرو په درلودلو سره لومړی ځای، منچسټر سیټي د ۵۳ نمرو په درلودلو سره دوهم ځای، تاتنهام د ۴۸ نمرو په درلودلو سره دریم ځای، چلسي د ۴۷ نمرو په درلودلو سره څلورم ځای او آرسنال بیا د ۴۴ نمرو په درلودلو سره پنځم ځای لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون