د امریکا هوايي ځواکونو په سومالیا کي د الشباب ترهګري ډلي ۵۲ غړي په یوه هوايي برید کي وژلي دي

په افریقا کي د امریکا پوځي قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي دا برید یې په سومالیايي پوځيانو د الشباب ډلي د یوې لویې حملي په غچ کي کړی دی.

تر هواِيي برید وروسته په اخیستل سویو عکسونو کي ښکاري چي یوه لویه لارۍ سوځیدلي او د ګڼو کسانو مړي یې شااوخوا پراته دي.

د الشباب لسګونه غړي داسي مهال د امریکا په هوايي برید کي وژل سوي چي دې ډلي څو ورځي مخکي د کینیا په پلازمېني نایروبي کي په یوه هوټل کي ۲۱ کسان په ډزو ووژل. الشباب ډله چي له القاعده سره اړیکي لري، په یو شمیر افریقايي هېوادونو کي د ترهګریزو فعالیتونو مسٔووله بلل کېږي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...