د ایران یو لوړپوړي پوځي چارواکي په افغانستان کي د داعش ډلي د پراخ حضور خبرداری ورکړی دی

د ایران د مرکزي ځواکونو لوی قومندان احمد رضا پردستان ویلي چي هېواد یې په افغانستان کي د داعش ډلي د حضور په اړه اندیښمن دی. هغه یو ځل بیا تور پوري کړی دی چي امریکا د اماراتو او سعودي په مرسته د دې ډلي وسله وال ملاتړ کوي او موخه یې د سیمي هېوادونو باندې فشار دی.

هغه ویلي چي اوس مهال په افغانستان کي د دې ډلي د وسله والو شمیر شاوخوا اووه زره دی.

نوموړي زیاته کړې چي دا ستونزه یې په وار وار له افغان حکومت سره هم شریکه کړې ده خو دوی تر دې دمه کوم عملي اقدام نه دی لیدلی. دا په داسي حال کي ده چي ایران تر دې وړاندي هم پر امریکا د داعش ډلي د وسله وال ملاتړ تور پوري کړی وو چي امریکا رد کړی دی او افغان حکومت ویلي ایران دا ډول څرګندوني له دې امله کوي چي ورته د طالبانو د ملاتړ ګوته ونه نیول سي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...