پخوانی پاکستانی سفیر: پاکستان د افغانستان سولي او امنیت ته دومره لیوالتیا نه لري

په افغانستان کي د پاکستان یوه پخواني سفیر رستم شا مهمند په خپله وروستۍ مرکه کي ویلي چي د افغانستان په ثبات کي تر هر چا ډېر د پاکستان ګټه ده او همدا راز د افغانستان په نا امنۍ کي تر هر چا ډیر د پاکستان زیان دی، خو پاکستان بیا هم دي ته علاقه نه یې چي په افغانستان کي سوله او امنیت ټینګ سي.

دده په وینا په افغانستان کي د پاکستان ټول پام د هند حضور ته دی او غواړي ددغه هېواد د پرمختتګ مخه ونیسي. نوموړي ویلي چي له همدي امله پاکستان هڅه کوي خپلي ګټي د سولي پر ځای په جګړه کي وګوري. مهمند د امریکا د حضور په اړه هم ویلي چي دغه هېواد به د خپلو ګټو لپاره له افغانستان خپل سرتیري و نه باسي او دلته به خپل نظامي حضور ته ادامه ورکړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...