پر طالبانو د فشار لپاره د امریکا هڅي لا هم رواني دي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخي امریکايي حکومت هڅه کوي د پاکستان له لارې پر طالبانو فشارونه راولي او دغه ډله له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضره کړي.
پاکستاني رسنیو ته ديپلوماتيکو سرچینو ویلي چي پاکستان ته د امریکایي ديپلوماتانو سفرونه ډیر سوي دي او موخه یې هم دا ده، چي پاکستان قانع کړي او دغه هېواد بیا پر طالبانو فشار راولي چي روانه جګړه له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو له لاري ختمه کړي.
په همدې اونۍ کي د ګڼو امریکايي ديپلوماتانو ترڅنګ د امریکا د ملي امنیت شورا د جنوبي اسیا د چارو مسٔووله لیزا کرېتس هم اسلام اباد ته تللې وه.
نوموړې هم له پاکستاني حکومت غوښتي چي د افغان سولي په پروسه کي همکاري وکړي او پر طالبانو فشار راولي. امریکا داسي مهال دغه هڅه کوي چي طالبانو امریکا ته د فشارونو د راوستلو په تړاو خبرداری ورکړی دی. دوی ویلي که امریکا له نورو لارو پر طالبانو د فشار راوستلو هڅه کوي نو ښایي د سولي خبري لغوه کړي.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...