ګلوبل پوسټ: امریکا د ناهیلي جنګیالي په څیر له ماتي سره مخ ده

ګلوبل پوسټ نشریه لیکي امریکايي حکومت په افغانستان کي خپل پلانونه عملي نه سوای کړی او د کلونو په تېرېدو په دې بریالۍ نه سوه چي دلته روانه جګړه ختمه کړي. ددغه نشریې په باور په افغانستان کي جګړه ورځ په ورځ خونړۍ کیږي، لا ډیري سیمي د طالبانو لاس ته ورځي او په دې منځ کي امریکا د وتلو خبره کوي.

سرچینه کاږي د افغان جګړې په اړه د ولسمشر ټرمپ تګلاره هم ناکامه سوه، نه یوازي دا چي ترهګر یې و نه ځپل بلکي دغه ډلي پياوړي سوې او جګړې یې شدیدې کړې. سرچینه همدا راز زیاتوي چي امریکا په ناڅاپي او بې پلانه توګه د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د سولي هڅې پيل کړې، سره له دې چي دا پر ځای ګام دی، خو د پام وړ لاس ته راوړنې نه لري. نشریه لیکي امریکا ته په کار ده، چي د افغانستان پر مسئله خپل تمرکز ډېر کړي او د بې پلانه او پاشلو هڅو له لارې دي په افغانستان کي وضعیت تر دې نه خرابوي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...