تمه ده چي پاکستان یو افغان زنداني افغانستان ته وسپاري

تردې مخکي داسي راپورونه خپاره سوي وو چي له پاکستان سره افغانستان د بندیانو د تبادلي په برخه کي یوې موافقې ته رسیدلی دی.

دا خبره په اسلام اباد کي افغان سفارت رد کړه او  وویل، یوازي یو بندي چي د افغانستان د کراچي په قونسلګرۍ کي یې درېیم سکرتر وژلی و، افغانستان ته سپاري.

حیات الله چي د کراچۍ په قونسلګرۍ کي ساتونکی و تورن سوی دی چي په ۲۰۱۷ کال کي یې درېیم سکرتر ذکي عبده وژلی.

افغانستان پخوا هم څو ځله له پاکستانه د حیات الله د ورسپارلو غوښتنه کړې وه، خو اسلام اباد اوس راضي سوی دی چي دا کس راتلونکې اوونۍ افغانستان ته انتقال سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...