غزني کي به په لنډ وخت کي پوځي عملیات پیل سي

د غزني والي وحیدالله کلیمزي رسنیو ته ویلي، چي  تازه له کابله ستون سوی او هلته ولسمشر اشرف غني په‌ دې برخه کي ژمنه ورسره کړې ده:

“ښاغلي ولسمشر د امنیت په برخه کي ډاډ راکړ چي انشاالله هغه ولسوالۍ چي سقوط سوي دي، ځیني لویې لارې چي ناامنه دي او وسله‌وال مخالفین هلته حضور لري د دې په وړاندې به عملیات پيل سي.”

د غزني پکتیکا لویه لار د دولت مخالفه وسله‌والو په لاس کي ده او د غزني-کندهار لویې لاري ته هم هر وخت طالبان راوځي. د دغه ولایت په ۱۸ ولسوالیو کي د اکثرو امنیت ښه نه‌دی.

د غزني والي دا نه‌دي ویلي چي کله به افغان ځواکونه په غزني کې پوځي عملیات پیلوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...