جیونتوس د ایټالیا سوپر کپ اتلولي خپله کړه

د ایټالیا هیواد د فوټبال سوپر کپ پایلوبه د چهارشنبې په ماخستن د جیونتوس او اث میلان فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي یاده پایلوبه ۱ ګول په مقابل کي د ۰ جیونتوس وګټله.
په دې لوبه کي د جیونتوس لپاره د نړۍ نوموتي لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د لوبي په ۶۱تمه دقیقه کي ګولوهنه وکړه.
جیونتوس دا اتم ځل وو، چي د ایټالیا سوپر کپ اتلولي يې خپله کړه او په دې سره ددې کپ په زیاتو ګټلو لوبډلو کي لومړۍ لوبډله سوه.
اث میلان د یاد کپ اتلولي ۷ ځلي، انټرمیلان ۵ ځلي، لازیو ۴ ځلي، روم او ناپولي بیا دوه ـ دوه ځله توانیدلي، چي په یاد کپ کي اتلولۍ خپلي کړي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...