امریکايي سناتور: ټرمپ ژمنه کړې چي له افغانستان خپل عسکر وباسي

ټرمپ له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستلو ته ژمن دی. امریکايي سناتور رانډ پاول چي پرون یې له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل حتمي بللي وو، تازه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، ټرمپ له افغانستان او سوریې د امریکایي ځواکونو ایستلو ته ژمن دی. پاول له ټرمپ سره د سناتورانو تر اوږدې جلسې وروسته دغه خبري رسنیو ته کړې دي. هغه ویلي له ټرمپ سره یې د افغان جګړې په اړه اوږده بحثونه کړي او هغه ژمنه کړې چي له افغانستان به خپل ځواکونه وباسي. دده په خبره په افغانستان کي پر جګړه لګېدونکي پیسي به د امریکا د رغوني او داخلي امنیت لپاره لګول کیږي. ددغه امریکايي سناتور په وینا ټرمپ سل سلنه ډاډ ورکړی چي له افغانستان د خپلو ځواکونو ایستلو ته ژمن دی او د یوه پلان له مخي به خپل ځواکونه امریکا ته ستنوي. تر دې وړاندې هم ویل سوي وو، چي ټرمپ له افغانستان د اوو زرو عسکرو د ایستلو پلان لري، خو وروسته سپینې ماڼۍ وویل، چي تر اوسه په دې اړه رسمي پرېکړه نه ده سوې.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...