طالبانو بلخ کي ۷ سیمه ییز پوليس وژلي

وسله والو طالبانو د بلخ په چمتال ولسوالۍ کي د سمیه ییزو پولیسو پر یوې پوستي برید کړی دی چي په پایله کي یې اووه سیمه ییز پولیس وژل سوي او یو بل ټپي دی. بلخ کي یوې امنیتي سرچینې چي نه یې غوښتل نوم یې خپور سي وویل، تیره شپه وسله والو طالبانو د چمتال ولسوالۍ د بنګالي پله پر امنيتي پوستي بريد کړی دی. هغه وايي چي په دغه بريد کي ۷ سيمه ييز پوليس وژل سوي دي.

سرچينه دغه راز وايي چي په ياده جګړه کي وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر يې معلومه نه دی. د بلخ ولايتي شورا رئس افضل حديد د برید پخلی کړی خو د اوښتې مرګ ژوبلي په اړه یې ناخبري ښودلې ده. وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ادعا کړې چي د چمتال ولسوالۍ، د بنګالې پله پر امنيتي پوستې بريد کي يې د قومندان نورمحمد ترکي په ګډون ۹ سيمه ييز پوليس وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...