په پاریس کي یوې چاودني ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د راپورونو له مخي چاودنه په یوه نانوایۍ کي رامنځ ته سوې ده او داسي اټکل کیږي چي د ګازو د ډبې له امله به سوي وي.

د پاریس ځايي پولیس وایي چي په پېښه کي څلور کسه وژل سوي او ۴۶ نور ټپیان دي.

د ټپیانو له ډلې د ۱۰ کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

پولیس وايي د پېښې په اړه به لا ډېره پلټنه کوي او وروسته به معلومات له خلکو سره شریکوي.

په پاریس کي دا نهمه اونۍ ده چي د حکومت ضد سخت لاریونونه روان دي.

د همدې لاریونونو له امله په ټول پاریس کي سخت امنیتي تدابیر نیول سوي دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...