د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخي په افغانستان کي مېشت امریکایي ځواکونه وايي چي په یو لړ عملیاتو کي یې د هېواد په ختیځ کي دداعش ډلي یو مهم قومندان خطاب امیر وژلی دی.
امریکایي چارواکو ویلي چي خطاب په افغانستان کي په ګڼو پېچلو او خونړیو بریدونو کي لاس درلود او همدا راز یې په افغانستان کي دداعش غړو ته د ځانمرګو او نورو بریدونو د ترسره کولو روزنه ورکوله.
د سرچینې په خبره هغه همدا راز داعش ډلي ته په افغانستان کي مالي امکانات او وسلي برابرولې. امریکايي ځواکونو ویلي چي په دې سره به په افغانستان کي دداعش ډله کمزورې سي او د ګڼو پېچلو بریدونو په ترسره کیدو کي به کمی راسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون