په هرات کي د تیري شپي برید ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي

ځانمرګو بریدګرو د هرات ښار پر شپږمه امنیتي حوزه برید کړی دی.

د راپورونو له مخې تېر ماښام شپږ بجي درو وسله والو د هرات ښار پر شپږمه امنیتي حوزه برید وکړ او ددغه حوزې ودانۍ ته ننوتل.

دوی مخامخ له پولیسو سره نښته پيل کړه او څو ساعته دغه نښتې دوام وکړ.

د هرات امنیه قومندان امین الله امرخېل وایي، بریدګر تر څو ساعته نښتي وروسته وژل سوي دي.

دده په خبره د بریدګرو له ډلي یوه یې ځانمرګی واسکټ درلود او پاته دوه په وسلو سمبال وو.

هغه وايي په پېښه کي دوه پولیس او یو ملکي وګړی وژل سوي دي.

د هرات د ملکي روغتون کارکوونکي هم وايي چي د پېښي له سیمې درې جسدونه او یو ټپي وروړل سوي دي. د

دغه برید مسٔوولیت تر اوسه کومي ډلي نه دی منلی.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...