له نږدې اوه کاله چوپتيا وروسته د بشري حقونو نړیوال سازمان، يو وار بيا په اسدالله خالد د بشري حقونو څخه د سرغړونې تورونه پوري کړي دي.
د دغه سازمان مرکز چي په نيويارک کي دی، تازه يې د هېواد د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن کړی دی.
یاد سازمان په یوه راپور کي ویلي، اسدالله خالد چي په کندهار کي والي و، شخصي زندانونه يې لرل چي د ماموریت له پیل نه تر دا مهاله يې لا ځیني کسان ورک دي. دغه سازمان وايي، خالد په کندهار او غزني کي د والیتوب پرمهال له خلکو سره بد چلند کړی او هغوی یې ځورولي دي.
د بشري حقونو نړیوال سازمان ویلي چي افغان حکومت د خالد د محاکمه کولو اراده نه لري، ياد سازمان له نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو څخه غوښتي چي د خالد په محاکمه کولو کي مرسته وکړي. اسدالله خالد په تېره دوره کي د کندهار او غزني والي او د څه مودي لپاره د ملي امنیت عمومي ریٔس و چي وروسته یې په یوه ځانمرګي برید کي د اخیستو ټپونو له امله دنده له لاسه ورکړه چي اوس تازه د دفاع وزارت د سرپرست وزیر په توګه ټاکل سوی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون