د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قريشي: طالبان مجبور دي چي له افغان حکومت سره خبري وکړي

پاکستان له وسله والو طالبانو غوښتنه کړې چي له افغان حکومت سره د خبرو له لاري دي خپله ستونزه حل کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قريشي له ډان ورځپاڼي سره په یوه مرکه کي ویلي، چي د افغانستان د اولس کلني جګړې د پای ته رسولو لپاره باید طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر سي او دا د دوی مجبوريت او يوازينۍ لار ده ، ځکه په وینایې یوازې افغانان کولای سي چي خپله ستونزه په خپله حل کړی.
په ورته مهال د هند د پوځ لوی درستیز د افغان سولي په بهیر کي د خپل هیواد پر رول ټینګار کړی او وایي اړتیاده چې هند هم په دې پروسه کي  شامل کړل سي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...