د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي ویل سوي چي ولسمشر غني او اجراییه ریٔس پر خپل وخت د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسره کیدو ټینګار درلود، خو په وینایې د امریکا له فشار وروسته د پریکړي بدلون ته اړ سوي دي. په دې اعلامیه کي ویل سوي چي امریکا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو تر څنګ هڅه کوي د سولي راتلونکي مذاکرات هم پر خپله ګټه راوڅرخوي او ښایي د ټاکنو د ځنډیو یو علت هم د سولي مذاکرات وي.
په کابل کي د امریکا سفارت دي څرګندونو ته په غبرګون ویلي، د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو پریکړه د سته ستونزو د حل په موخه د کمیسیون له لوري سوې او امریکا د افغانانو پرېکړې ته درناوی لري.
خو اجراییه ریٔس وړمه ورځ یوې ناستي ته د خبرو پرمهال وویل چي د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیو پریکړه د سیاسي ملاحظاتو پراساس نه، بلکي په پارلماني ټاکنو کي د سته ستونزو د تکرار د مخنیوي په هدف سوې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا ویلي، د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېو پریکړه د سیاسي ګوندونو په وړاندیز سوې او دوی پر خپل وخت د ټاکنو ترسره کیدو ته ژمن دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون