د افغان سولي لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هندي چارواکو سره د افغان سولي په اړه خپلي هڅې شریکي کړې.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي خلیلزاد په نوي ډیلي کي د میرمن سوشما سوراج په مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت له پلاوي سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، چي ددې لیدني پر مهال د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران د څانګي مشر هم شتون درلود. په خبرپاڼه کي راغلي، چي زلمي خلیلزاد په دې لیدنه کي د افغان سولي لپاره د خپلو هلو ځلو او هڅو په اړه هندي پلاوي ته بشپړ معلومات ورکړل. د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې په لیدنه کې په ډاګه کړې، چي دوی یواځي دافغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولي له پروسي ملاتړ کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون