د سالنګونو د ساتنې مسوول انجنیر عبدالبصیر حبیبي ویلي، چي له تیري شپي راهیسي څلور ځایه واوره ښویېدلي ده او سړکونه د تګ راتګ پر مخ تړل سوي دي.
دده په خبره په لاره کي بند پاته سوي مسافر مصوونو سیمو ته لیږدول سوي دي او هڅه کیږي چي لاري پاکي کړل سي.
هغه زیاته کړې په دواړو سالنګونو کي سخته واوره اورېږي او تر دې دمه تر یو متره پورې واوره ورېدلې ده.
حبیبي ویلي چي کاري ټیمونه په ساحه کي کار کوي او د نن ورځي تر پایه به هڅه وکړي چي لاري خلاصي کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون