د اسلامي همکاریو سازمان پر غړو هیوادونو ږغ کړی چي له افغانانو سره مرستي وکړي

ددغه سازمان له لوري په خپره سوي خبرپاڼه کي راغلي، له غړو هیوادونو غواړي چي له افغانستان سره بشردوستانه مرستي وکړي.

د سرچیني په وینا په افغانستان کي وروستیو جګړو، نا امنیو او وچکالیو خلکو ته ګڼي ستونزي جوړي کړي دي او د یاد سازمان د غړو لاس نیوي ته اړتیا لري.

د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هیوادونو غوښتي چي له هري ممکني لاري دي افغانستان ته خپل بشردوستانه کمکونه ورسوي.

تر دې وړاندي هم ګڼو نړیوالو ادارو پر مرستندویه هیوادونو او بنسټونو ږغ کړی و، چي په افغانستان کي د بشري ناورین د مخنیوي لپاره خپلي مرستي ډیري کړي.

طالبانو او افغان حکومت هم پر مرستندویه موسسو ږ غ کړی چي افغانانو ته خپلي مرستي ورسوي او دوی به په دې برخه کي همکاري ورسره کوي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...