د داعش د غړو ۳۰ ماشومان روسیې ته لیږدول سوي

له عراق روسیې ته هغه ۳۰ ماشومان رسول سوي، چې پر پلرونو یې د ترهګریزو اعمالو او له ‘اسلامي دولت’ نومي ډلي سره د یوځای کیدو تور و او بندیان سوي وه.

د روسیې د روغتیا وزارت ویلي، دا ټول ماشومان په ښه وضعیت کي دي، خو نوري هر اړخیزي ازمویني به یې هم وسي.

مسکو هیله لري چي تر دوو زرو ډیر ماشومان او ښځي روسیې ته واستوي.

ددغو ماشومانو عمرونه د درو او لسو کلونو ترمنځ ښودل سوي.

زرګونه روسان له اسلامي دولت سره په هغو سیمو کي یوځای سوي چي دوی پکښي د خلافت اعلان کړی و.

له تیر کال راهیسي، شاوخوا سل ښځي او ماشومان چي ډېری یې د قفقاز مسلمان مېشتو سیمو دي روسیې ته د یوه پروګرام له مخي ستانه سوي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...