د راپورونو له مخي د کلورډا د هیلکوپټر لرونکي ګارد یو پنځوس کسیز ګروپ افغانستان ته لیږل کیږي او هلته به د ترهګرۍ ضد جګړې او د افغان پوځیانو په روزنه کي مرسته کوي.
امریکايي رسنۍ وایي چي په دې ګروپ کي پنځوس پيلوټان شامل دي او له ځان سره به ځیني چورلکي هم افغانستان ته وړي.
دغه ګارد تر دې وړاندي په عراق، افغانستان او کویټ کي هم دندي ترسره کړي دي.
افغانستان ته د امریکايي پوځيانو د یوه ګروپ د رالیږل کیدو خبره داسي مهال کیږي چي د امریکايي ځواکونو د وتلو ګنګوسي هم خپري سوي دي.
تر دې وړاندي امریکایي سرچینو رسنیو ته ویلي وو، چي له افغانستان خپل نیمايي عسکر وباسي.
سپینې ماڼۍ بیا ویلي چي ټرمپ په رسمي توګه د عسکرو د وتلو امر نه دی کړی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون