د پاکستان د ملي هوايي کرښي ‘پي ای اي’ شرکت ۵۰ کارکوونکي له دندو شړلي

 

ستري محکمي ویلي، په دوی کي داسي پیلوټان هم سته چي ان په ګاډي چلولو هم نه پوهیږي.

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت اعلان کړی چي د جعلي تعلیمي اسنادو له کبله یې د درېیو پیلوټانو په ګډون پنځوس کارکوونکي له دندو شړلي دي.

دغه حکومتي شرکت ویلي، دا پرېکړه یې د هیواد د ستري محکمې په غوښتنه کړی دی.

یوې پاکستانۍ ورځپاڼي د ستري محکمي د یوه قاضي له خولي ویلي، چي ځیني پیلوټان ان د موټر په چلولو هم نه پوهیدل، خو پیلوټي یې کوله او مسافر یې له خطر سره مخامخول.

پاکستانیو رسنیو بیا ویلي، دغه شرکت هره میاشت له څه باندي ۵۰ میلیون ډالرو زیان سره مخامخ دی. ډېر وخت ددغه شرکت د الوتکو د لوېدو له کبله خلکو ته د سر او مال زیانونه هم اوړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...