د ۲۰۹ قول اردو چارواکي وايي چي دغه وسله وال تیره ورځ د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په قره شیخي سیمه کي د قاطع ملاتړ بهرنیو ځواکونو په هوايي حمله کي وژل سوي دي.
دغه چارواکي وايي، چي په دغه حمله کي دوه نور وسله وال ټپیان سوي هم دي.
په شمال کي د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف وویل چي تر دا مهاله د وژل سوو بهرنیو وسله والو تابعیت روښانه سوی نه دی چي د کوم هیواد دي.
نوموړي زیاته کړه چي د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په شاخ او خواجه کینتي سیمو کي د ملي اردو هوايي ځواکونو په یوه بله حمله کي بیا د ملاظاهر په نوم د وسله والو مخالفینو د قوماندان په ګډون پنځه نور وسله وال وژل سوي او دوه تنه یې ټپیان سوي دي.
تر دا مهاله وسله والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون