ایران په افغانستان کې له یو شمېر سیاسي څیرو او کاندېدانو مالي او معنوي ملاتړ کوي
د امریکا ددفاع وزارت په یوه راپور کي راغلي چي ایران د افغانستان پر وړاندي دوه مخې لوبه پيل کړې ده.
د سرچینې په وینا ایران له یوې خوا د افغان حکومت ملاتړ کوي، خو له بلي خوا د طالبانو په ګډون دداسي سیاسي څیرو ملاتړ کوي چي په افغانستان کي د ایران ګټي خوندي کړي.
پنټاګون وایي افغان امنیتي سرچینو هم ورته ویلي، چي ایران د افغانستان په ځينو ولایتونو کي ځایي چارواکو ته رشوتونه ورکوي.
سرچینه کاږي، ایران غواړي په افغانستان کي دداعش ډلي مخه ونیسي، خپل پلویان په افغان حکومت کي ځای پر ځای کړي، د اوبو ستونزه حل کړي او غواړي پلویان یې په افغانستان کي د ایران ګټي خوندي کړي.
تر دې وړاندي هم په افغانستان کي د ایران د لاس وهنو په اړه راپورونه خپاره سوي دي.
ایران په دې تورن دی چي طالبان روزي او دوی ته وسلي ورکوي.
ګڼو افغان چارواکو هم دغه ادعا کړې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون