د هندوستان او آسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د آسټرالیا په کوربتوب د ۴ ټیسټ سیالیو د لړۍ څخه یې دریمه ټیسټ لوبه د شنبي په ورځ پاي ته ورسیده، چي پکښي هند په ۱۳۷ منډو توپير آسټرالیا ته ماته ورکړه.
په یاده ټېسټ لوبه کي لومړی توپ وهنه هند وکړه، هند په لومړۍ پاڼۍ کي ۴۴۳ منډي وکړې، آسټرالیا بیا په لومړۍ پاڼۍ کي ۱۵۱ منډي وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځیدل.
وروسته هند دوهمه پاڼۍ پيل کړه، چي په دوهمه پاڼۍ کي هند ۱۰۶ منډي وکړې او آسټرالیا ته یې د ۳۹۹ منډو هدف وټاکی.
وروسته چي اسټرالیا دوهمه پاڼۍ پيل کړه، نو ټول لوبغاړي یې د ۲۶۱ منډو په کولو سره دلاسه ورکړه او په دې سره یې دریمه ټېسټ لوبه د ۱۳۷ منډو په توپير هند ته وبایلل.
ددې دواړو هیوادونو ترمنځ د ۴ ټیسټ سیالیو لړۍ اوس ۲ – ۱ د هند په ګټه ده، چي لومړۍ او دریمه یې هند ګټلي، خو دوهمه یې بیا آسټرالیا وګټل.
د آسټرالیا او هند ترمنځ څلورمه او ورستۍ ټیسټ لوبه د راتلونکي پنجشنبې په ورځ پيلیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون