پاکستاني او قطري چارواکي د افغان سولي په اړه خبري کوي

د رسنیو د راپورونو له مخي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي قطر ته تللی دی او هلته به له قطري چارواکو سره د افغان سولي په اړه خبري کوي.

محمود قریشي به په دوحه کي له خپل قطري سیال سره ګوري او له هغه سره به د افغان سولي او دلته د رواني جګړې د ختمولو د هڅو په اړه معلومات ورکوي.

ددغه سفر په اړه تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړل سوي.

د پاکستان د بهرنیو چار وزارت وايي دوی هڅه پیل کړې چي په سیمه کي د سولي او ثبات لپاره په روانو هڅو کي خپله ونډه واخلي او دلته رواني ناندرۍ پای ته ورسوي.

خو په افغانستان کي لا هم د پاکستان پر فعالیتونو شکونه موجود دي.

افغان چارواکي او دلته سیاسي شنونکي په دې باور دي، چي پاکستان لا هم د ترهګرو ملاتړی دی، خو یوازي غواړي نړۍ ته وښيي چي دوی د سولي لپاره هڅه کوي. امریکا هم په دې باوري ده چي که په پاکستان رښتیني هڅه وکړي نو په افغانستان کي روانه جګړه ختمیدلای سي، ځکه ډیری ترهګري ډلي په پاکستان کي مرکزونه لري.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...