د یمن په بندري ښار حدیده کي د میشتو حوثي ځواکونو د بیا ځای پر ځای کیدو بهیر پیل سوی دی.
د ملګرو ملتونو یوې سرچیني ویلي، دا اقدام د هغي هوکړي د یوې برخي په توګه ترسره کیږي چي د دې سازمان په منځګړتوب د رواني میلادي میاشتي په پیل کي سویډن کي د یمن د ښکیلو لوریو ترمنځ وسوه.
په یمن کي حوثيانو نه ایران او له حکومتي ځواکونو څخه بیا سعودي عربستان ملاتړ کوي.
دواړه لوري د سویډن په مذاکراتو کي پر دې سلا سوي وه چي په حدیده ښار کي به اوربند کوي او خپل وسله وال به له دې ښاره باسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون