روسیه وایي، په افغانستان کي یې د ستونزو د پای ته رسیدو لپاره نوي لاري چاري پيدا کړي دي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چي مسکو په افغانستان کي د روان بحران د ختمولو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي او دلته د روانې جګړي د پای غوښتونکی دی.
دده په خبره روسیې په دې وروستیو کي د افغانستان له ګاونډیو سره تر مشورې وروسته یو نوی پلان جوړ کړی دی چي په وینا یې د افغانستان د مسئلي د ښکیلو خواوو لپاره به هم د منلو وړ وي.
نوموړي ددغه پلان په اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي.
سرګي لاوروف ویلي مسکو د سولي په اړه د ښکیلو خواوو ترمنځ د غونډي کوربه و او دې مسئلي وښوده چي روسیه غواړي د افغانستان جګړه پای ته ورسیږي او مسکو کولای سي د افغانانو په مشرۍ د سولي د خبرو لپاره زمینه برابره کړي.
هغه ټينګار کړی چي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولي د مذاکراتو او رواني جګړې د پای ته رسیدو غوښتونکي دي.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...