ډونالډ ټرمپ په یوه ناڅاپي سفر عراق ته تللی دی

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخي ټرمپ هلته له امریکايي عسکرو سره کتلي دي او ددوی ماموریت یې بریالی بللی دی.

هغه په عراق کي امریکايي عسکرو ته د وینا پر مهال له سوریې د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه له کړې پرېکړې دفاع کړې ده.

ده ویلي امریکا ژمنه کړې وه، چې داعش ډله به ماتوي، نو اوس چي دغه ډله ماته سوې ده په سوریه کي امریکايي ځواکونو ته اړتیا نه لیدل کیږي.

نوموړي ټینګار کړی، چي د ترهګرۍ پر ضد به د امریکا جګړه روانه وي او په دې برخه کي به خپلي هڅي نوري هم ډیروي.

ټرمپ او میلانیا له امریکايي عسکرو سره د لیدنې پر مهال دا هم ویلي چي دوی د ترهګرۍ ضد مبارزه کي بریالي دي او ټول امریکايي عسکر به د ترهګرۍ تر ختمولو وروسته خپل هیواد ته ستنیږي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...