نیویارک ټایمز ورځپاڼه د افغانستان د ټاکنو د ځنډ په اړه په یوه مطلب کي لیکي، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ځنډ د سولي له خبرو سره اړیکه لري.
ورځپاڼه کاږي امریکا غواړي له طالبانو سره تر ټاکنو مخکي یوې پایلي ته ورسیږي نو له همدې امله ښايي ټاکني ځنډول سوي وې.
ورځپاڼې ته په هېواد کي د ځیني سیاسي ګوندونو مهمو غړو هم ویلي چي د ټاکنو د ځنډ یو لامل د کمیسیون بې نظمي او بل یې د سولي خبري دي.
تر دې وړاندي هم د افغان سولي په اړه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني غوښتي وو، چې راتلونکي ټاکني وځنډوي، خو ارګ دغه راپورونه رد کړي وو او ویلي یې وو، چي د افغانستان ټاکني به په خپله ټاکلي موده ترسره کیږي.
خو پرون ټاکنو کمیسیون اعلان وکړ، چي د ځینو ستونزو له امله راتلونکي ولسمشریزې ټاکني ځنډول کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون