د اندونیزیا مرگوني سونامي ۳۷۳ تنه وژلي او تر ۱۴۰۰ ډېر یې ژوبل کړي دي.
اندونیزیایي چارواکو ویلي، ښایي د مرگ ژوبلي کچه تر دې هم لوړه سي ځکه تر اوسه ١٢٨ تنه نور بې درکه دي.
د جاوا ولایت په لویدیځ او د سوماترا ولایت په جنوب کي لا هم د ژغورني هڅي رواني دي.
دغه سیمي سونامي سختي ځپلي دي.
په ساحلي سیمو کي په سلگونو کورونه او هوټلونه تاواني سوي دي.
اندونیزیایي چارواکي وایي ځپل سویو سیمو ته ډاکتران، اکمالات او روغتیایي تجهیزات استول سوي دي.
دا په روان کال کي په اندونزیا کي دوهمه وژونکې سونامي ده.
د سپتمبر په میاشت کي ددې هېواد په سولاویسي جزیره کي قوي زلزلي سونامي رامنځ ته کړ چي څه باندي ٢٥٠٠ کسان یې ووژل او ٧٠ زره نور یې بې ځایه کړل.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون