د راپورونو له مخي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي چین ته تللی دی او هلته یې له خپل چینایي سیال سره کتلي دي.
په دې لیدنه کي په سیمه کي د روانو حالاتو تر څنګ د افغانستان د سولي پر مسئله هم خبري سوي دي.
چین ویلي چي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولي له هر ډول خبرو ملاتړ کوي او په دې برخه کي یې پر پاکستان ږ غ کړی چي خپله همکاري و نه سپموي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندي افغانستان ته سفر کړی و او دلته یې له ولسمشر غني سره ژمنه کړې وه، چي طالبان به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېنوي.
د پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو د لیدني په اړه تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړل سوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون