د افغان سولي په اړه د امریکا ځانګړی استازی به د سولي په تړاو هند ته سفر کوي

د هندي رسنیو د راپورونو له مخي ټاکل سوې چي راتلونکې میلادي میاشت زلمی خلیلزاد هند ته لاړ سي او هلته له هندي چارواکو سره د افغان سولي په اړه خبري وکړي.

هندۍ ایکانومیک ټایمز ورځپاڼه لیکي چي په سیمه کي د ثبات او سولي راوستو لپاره رواني هڅي د هند له همکارۍ پرته نیمګړې دي، نو له همدي امله خلیلزاد نوي ډهلي ته سفر کوي.

خلیلزاد به په دغه سفر کي د امریکا او هند د ګډو اړیکو پر پراختیا او پياوړتیا هم خبري کوي.

تر څنګ به یې هغه د افغان سولي او د افغانستان د پرمختګ لپاره د هند پر همکاریو بحثونه ولري او له دغه هیواد به وغواړي چي د افغانستان د سولي په راتګ او دلته د ترهګرۍ په ختمولو کي خپله همکاري ډېره کړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...