په دغه غونډه کي هوکړه سوې چي د چابهار بندر له لاري به د ترانیزیت او سوداګرۍ چاري پيل کیږي.
درې واړو خواوو په دې غونډه کي همدا راز د ګمرکي، حق العبور او نورو اړوندو قانوني مسایلو په اړه خبري او بحثونه کړي دي.
دوی همدا راز د ترانزیت لپاره د چابهار لارې او سړکونه هم ارزولي دي او په دې برخه کي یې د لا ډېرو اصلاحاتو او رغونو غوښتنه کړې ده.
هند، ایران او افغانستان هوکړه کړې چي ددغه بندر د لا ډیر فعالیت او پرمختګ لپاره به کار کوي.
چابهار په ایران کي د هند له لوري افغانستان ته جوړ سوی سوداګریز بندر دی چي تر ډېره د کراچۍ بندر بدیل بلل کېږي.
هند غواړي له همدې لاري د پاکستان له همکارۍ پرته افغانستان او منځنۍ اسیا ته لار پیدا کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون